د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د کابل ارتوپیدیک مؤسسې تر منځ د هوکړه لیک لاسلیک

asad_admin
شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۴ - ۹:۳۱
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د معلولینو د ملاتړ او هغوی ته د غوره خدمتونو برابرولو په موخه، د (۱۰۷) زره او (۸۶۲) ډالرو په مجموعي ارزښت د کابل ارتوپیدیک مؤسسې سره هوکړه لیک لاسلیک کړ، چې له مخې به یې د کابل ولایت اړوند (۳۰۷۰) تنو معلولیت لرونکو وګړو ته د فزیوتراپي او مصنوعي غړو جوړونې په برخو کې خدمتونه وړاندې شي او همداراز یو شمېر معلولینو ته، ویلچرونه او نور حرکي مرسته کوونکي وسایل هم وېشل کېږي.

د همکارۍ دا هوکړه لیک د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د پلان او بهرنیو اړیکو رئیس محترم ملا صدوخان حق شناس او د کابل ارتوپیدیک مؤسسې مسؤل محترم سید عالم هاشمي ترمنځ لاسلیک شو، چې د معلولینو د بیاځواکمنتیا ریاست سره په همغږۍ به د یو کال په موده کې تطبیق شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۳
Background image

خبرتیا!

خبرتیا!

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د شهیدانو ورثه وو او معلولینو لپاره د علمي او مسلکي ظرفیتونو د لوړولو په موخه، د ملي پوهنتون سره په همغږۍ د حقوقو او سیاسي علومو په برخه کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۰:۵۹
Background image

په لغمان ولایت کې (۶۲) تنو مستحقو معلولینو ته ويلچرونه ووېشل شول

د لغمان ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست د معلولینو ستونزو ته د ښې رسيدنې په موخه، د يوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ (۶۲) مستحقو معلولینو ته ويلچرونه ووېشل او هر معلول ته یوه اندازه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۱۳:۱۷
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې پر (۶۵۰) تنو مستحقو کسانو باندې د مرستو وېش

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د شهیدانو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو د ورځنیو اړتیاوو د پوره کولو او د هغوی د لاسنیوي په موخه، د یوې خیریه مؤسسې په مالي ملاتړ پر (۶۵۰) تنو یتیمانو،. . .

BACK TO NEWS