په غزني ولایت کې د ښځینه مراجعینو لپاره د انتظار خونې د جوړولو چارې پیل شوې

asad_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۸ - ۱۴:۲۷
mmd

د غزني ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست، ښځینه مراجعینو ته د اسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه، د نصیر خیریه بنسټ په مالي ملاتړ د یوې عصري انتظار خونې د جوړولو چارې پېل کړې، چې په دې سره به د ښځینه مراجعینو لپاره مناسب او آرام چاپېریال برابر شي.

همداراز د غزني ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي محمد انور برادر د یادې پروژې پلي کول یې یو مهم او ارزښتناک ګام وباله او د نصیر خیریه بنسټ له مسؤلینو څخه یې د مالي ملاتړ په پار مننه او قدرداني وکړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۸:۵۱
Background image

په پکتیا ولایت کې (۷۵) مستحقو کسانو سره نغدي مرسته ترسره شوه

د پکتیا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د نصیر خیریه بنسټ سره په همغږۍ د ځدراڼ ولسوالۍ اړوند پر (۷۵) تنو مستحقو یتیمانو او کونډو باندې نغدي مرستې ووېشلې، یادې نغدي مرستې چې هره. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۰ - ۱۱:۱۰
Background image

په پروان ولایت کې پر (۱۳۰) تنو مستحقو کسانو باندې د ژمنیو مرستو وېش

د پروان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د ژمي په یخنۍ کې د یتیمانو او معلولینو د ملاتړ او لاسنیوي په موخه د (HHRD) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۱۳۰) تنو مستحقو یتیمانو او. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۰ - ۱۱:۴
Background image

په پروان ولایت کې سل (۱۰۰) تنو مستحقو کسانو ته ژمنۍ مرستې وویشل شوې

د پروان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د (HHRD) خیریه مؤسسې په همکارۍ د دې ولایت په سالنګ ولسوالۍ کې پر (۱۰۰) تنو یتیمانو او معلولینو باندې مرستې وېشلې، چې پکې د ګاز بالون،. . .

BACK TO NEWS