د بلخ ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس د چمتال په ولسوالۍ کې د شهیدانو کورنیو سره نغدي مرسته ترسره کړه

asad_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۹ - ۱۱:۴۶
mmd

د بلخ ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رئيس محترم مولوي جان محمد حکمت چې د خاصو شهیدانو مدیر محترم سيد الرحمن محمدي یې ملتيا کوله، په چمتال ولسوالۍ کې د شهیدانو له درې ((٣))کورنیو سره  له نږدې وکتل، د هغوی ستونزې او غوښتنې يې واوريدې او ورسره یې یوه اندازه نغدي مرسته هم ترسره کړه.

محترم مولوي جان محمد حکمت د شهیدانو له کورنیو سره په لیدنه کې وویل: په هېواد کې اسلامي نظام ستاسو د قربانیو په برکت راغلی دی او اسلامي امارت به هېڅکله ستاسو سرښندنې او قربانۍ هېرې نه کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۳
Background image

خبرتیا!

خبرتیا!

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د شهیدانو ورثه وو او معلولینو لپاره د علمي او مسلکي ظرفیتونو د لوړولو په موخه، د ملي پوهنتون سره په همغږۍ د حقوقو او سیاسي علومو په برخه کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۰:۵۹
Background image

په لغمان ولایت کې (۶۲) تنو مستحقو معلولینو ته ويلچرونه ووېشل شول

د لغمان ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست د معلولینو ستونزو ته د ښې رسيدنې په موخه، د يوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ (۶۲) مستحقو معلولینو ته ويلچرونه ووېشل او هر معلول ته یوه اندازه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۱۳:۱۷
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې پر (۶۵۰) تنو مستحقو کسانو باندې د مرستو وېش

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د شهیدانو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو د ورځنیو اړتیاوو د پوره کولو او د هغوی د لاسنیوي په موخه، د یوې خیریه مؤسسې په مالي ملاتړ پر (۶۵۰) تنو یتیمانو،. . .

BACK TO NEWS