په غزني ولایت کې (۲۵۰) تنو مستحقو کسانو باندې د خوراکي مرستو وېش

asad_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۲ - ۱۰:۲۱
mmd

د غزني ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست په رمضان المبارک میاشت کې د مستحقو کسانو د ملاتړ او لاسنیوي په موخه د قمر خیریه بنسټ په مالي ملاتړ د یاد ولایت په (۲۵۰) تنو یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو باندې شپږ ډوله خوراکي توکي ووېشل.

یادې مرستې د غزني ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي محمد انور برادر او د خیریه بنسټ د مسؤلینو په شتون کې پر مستحقو کسانو باندې ووېشل شوې.

محترم مولوي محمد انور برادر د یاد خیریه بنسټ له مسؤلینو یې یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د مرستو د وېشلو له امله مننه وکړه او هیله یې څرګنده کړه چې په راتلونکي کې هم د ټولنې د دې اړمن قشر لپاره لازیاتې مرستې برابرې شي ترڅو په سمه توګه د هغوی اقتصادي ستونزو ته رسیدګي وشي

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۹:۳۹
Background image

په کنړ ولایت کې (۲۵۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

د کنړ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو د اقتصادي ملاتړ او د هغوی د لاسنیوي په موخه، د (HHRD) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ په شیګل ولسوالۍ کې پر (۲۵۰) تنو مستحقو یتیمانو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۹:۷
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې د یتیمانو لپاره د معیاري تعلیمي کمپلکس د جوړولو په موخه غونډه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو د لا ښه ملاتړ او هغوی ته د تعلیمي فرصتونو د برابرولو په موخه، د مسلم هنډز نړیوالې مؤسسې له استازو سره، په کابل ښار کې د یتیمانو لپاره د معیاري. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۶ - ۱۱:۶
Background image

په کنړ ولایت کې (۲۲) مستحقو کورنیو باندې مرستې ووېشل شوې

د کنړ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو کورنیو د اقتصادي ځان‌ بسیاینې او د هغوی د اقتصادي وضعیت د ښه والي په موخه، د نصیر خیریه بنسټ په مالي همکارۍ پر (۲۲) مستحقو کورنیو. . .

BACK TO NEWS