د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کارکوونکو چارو رئیس د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ریاست د څارنې او ارزونې برخې له استازو سره وکتل

asad_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۵ - ۱۰:۲۷
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کارکوونکو چارو رئیس محترم مولوي محمد موسی صدیقي د کارکوونکو د ارزونې پروسې پر مخ وړلو د څرنګوالي په موخه د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ریاست د څارنې او ارزونې برخې له استازو هر یو محترم عبیدالله پژهان او محترم سمیع الدین صمیم سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

په دې کتنه کې محترم مولوي محمد موسی صدیقي د کارکوونکو د ارزونې پر اهمیت او ارزښت تفصیلي خبرې وکړې او زیاته یې کړه: د چارو څخه په مؤثر او دومدار ډول ارزونه کولای شي د کارکوونکو د قوت او کمزوریو په پېژندلو کې مرسته وکړي، د کارکوونکو ترمنځ د مسؤلیت احساس زیات کړي، هغوی په خپلو دندو کې ډیرو هڅو ته ژمن کړي او په دندو کې د شته نیمګړتیاوو د له منځه وړلو لپاره هم ګټوره واقع کېږي.

په پام کې ده، چې د ملکي خدمتونو د کارکوونکو ترسره شوي اجراآت او فعالیتونه به، د هغوی د دندو لایحو، کاري پلان او کلني اجراآتو د راپورونو پر بنسټ و ارزول شي، شته ستونزې او نیمګړتیاوې به، په نښه او د حل په موخه به یې لازم تصمیمونه ونیول شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۳
Background image

خبرتیا!

خبرتیا!

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د شهیدانو ورثه وو او معلولینو لپاره د علمي او مسلکي ظرفیتونو د لوړولو په موخه، د ملي پوهنتون سره په همغږۍ د حقوقو او سیاسي علومو په برخه کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۰:۵۹
Background image

په لغمان ولایت کې (۶۲) تنو مستحقو معلولینو ته ويلچرونه ووېشل شول

د لغمان ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست د معلولینو ستونزو ته د ښې رسيدنې په موخه، د يوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ (۶۲) مستحقو معلولینو ته ويلچرونه ووېشل او هر معلول ته یوه اندازه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۱۳:۱۷
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې پر (۶۵۰) تنو مستحقو کسانو باندې د مرستو وېش

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د شهیدانو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو د ورځنیو اړتیاوو د پوره کولو او د هغوی د لاسنیوي په موخه، د یوې خیریه مؤسسې په مالي ملاتړ پر (۶۵۰) تنو یتیمانو،. . .

BACK TO NEWS