د یتیمانو، کونډو او معلولینو اړوند د نوي الکټرونیکي سیسټم له چارو څخه په نیمروز ولايت کې څارنه ترسره شوه

asad_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۰ - ۹:۸
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ډېټابېس او معلوماتو د سیسټم آمر محترم سید تمیم آغا په مشرۍ یو تخنیکي پلاوي چې محترم حکمت الله بدري، محترم صدیق الله جهاني او محترم منیر احمد شیرزي یې ملتیا کوله، په نیمروز ولایت کې د یتیمانو، کونډو او معلولینو اړوند د نوي الکټرونیکي سیسټم له چارو څخه هر اړخیزه څارنه او ارزونه ترسره کړه.

د دې څارنې په بهیر کې تخنیکي پلاوي د ثبت د بهیر د چټکتیا ستاینه وکړه او د سیسټم د چارو د ښه والي په موخه یې ګټورې سپارښتنې وړاندې وکړې.

همداراز د نیمروز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس په الکټرونیکي سیسټم کې د ثبت بهیر د لا ښه ترسره کیدو ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۳
Background image

خبرتیا!

خبرتیا!

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د شهیدانو ورثه وو او معلولینو لپاره د علمي او مسلکي ظرفیتونو د لوړولو په موخه، د ملي پوهنتون سره په همغږۍ د حقوقو او سیاسي علومو په برخه کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۰:۵۹
Background image

په لغمان ولایت کې (۶۲) تنو مستحقو معلولینو ته ويلچرونه ووېشل شول

د لغمان ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست د معلولینو ستونزو ته د ښې رسيدنې په موخه، د يوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ (۶۲) مستحقو معلولینو ته ويلچرونه ووېشل او هر معلول ته یوه اندازه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۱۳:۱۷
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې پر (۶۵۰) تنو مستحقو کسانو باندې د مرستو وېش

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د شهیدانو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو د ورځنیو اړتیاوو د پوره کولو او د هغوی د لاسنیوي په موخه، د یوې خیریه مؤسسې په مالي ملاتړ پر (۶۵۰) تنو یتیمانو،. . .

BACK TO NEWS