د شهيدانو ورثه ؤ او معلولينو د پالنې مرکز په انګړ کې د ياد مرکز په همکارۍ د ايچ ايچ آر ډي مؤسسې له لوري اويا(۷۰) تنو یتیمانو ته د سيرت النبي (ص) تر عنوان لاندې يو ورځنی محفل داير شو.

asad_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۷ - ۹:۷
mmd

د شهيدانو ورثه ؤ او معلولينو د پالنې مرکز په انګړ کې ددې مرکز  په همکارۍ  د ايچ ايچ آر ډي نړېوالې مؤسسې له لوري د کابل ولايت اويا (۷۰) تنه  يتيمانو ته د سيرت النبي (ص) تر عنوان لاندې يو ورځنی محفل ترسره شو چې په دې محفل کې د شهيدانو ورثه ؤ او معلولينو د پالنې مرکز محترم رئيس ملا رحمت الله خالد ،د کابل ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست له لوري سيد منير،د ټولنيزو چارو رياست له لوري شيرين آغا او د ايچ ايچ آر ډي مؤسسې نماينده ګانو حضور درلوده چې په دې  لړ کې (۳)تنو هغو يتيمانو ته چې د سيرت النبي (ص) د سيالۍ په ترڅ کې په لمړۍ ،دوهمې او دريمې درجې   ترلاسه کولو سره  جوايز ورکړل شو او همدارنګه  د ورزشي لوبو په پايله کې (۱۷)تنو نورو يتيمانو ته ورزشي جوايز هم ورکړل شول,د يادولو وړ ده چې ددې محفل په پايله کې ټولو يتيمانو ته د تفريح تر څنګ د غرمې ډوډۍ په اعلی درجه ورکړل شوه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۳
Background image

خبرتیا!

خبرتیا!

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د شهیدانو ورثه وو او معلولینو لپاره د علمي او مسلکي ظرفیتونو د لوړولو په موخه، د ملي پوهنتون سره په همغږۍ د حقوقو او سیاسي علومو په برخه کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۰:۵۹
Background image

په لغمان ولایت کې (۶۲) تنو مستحقو معلولینو ته ويلچرونه ووېشل شول

د لغمان ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست د معلولینو ستونزو ته د ښې رسيدنې په موخه، د يوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ (۶۲) مستحقو معلولینو ته ويلچرونه ووېشل او هر معلول ته یوه اندازه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۱۳:۱۷
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې پر (۶۵۰) تنو مستحقو کسانو باندې د مرستو وېش

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د شهیدانو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو د ورځنیو اړتیاوو د پوره کولو او د هغوی د لاسنیوي په موخه، د یوې خیریه مؤسسې په مالي ملاتړ پر (۶۵۰) تنو یتیمانو،. . .

BACK TO NEWS