په ننګرهار ولایت کې پر څلور سوه (۴۰۰) تنو مستحقو کسانو باندې د خوراکي توکو مرستې ووېشل شوې

په یادو مرستو کې چې اوړه، وریجې، غوړي او ځینې نور خوراکي توکي شامل وو، د یوې خیریه مؤسسې په مالي ملاتړ د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست په همغږۍ پر (۴۰۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې ووېشل شول.
د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم محمد صابر ځواک د مرستو د وېش پر مهال د یادې مؤسسې له کړیو مرستو څخه مننه وکړه او په نورو خیریه بنسټونو او مؤسسو یې غږ وکړ چې له دې زیانمن شوي قشر سره لازمې مرستې وکړي.