د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت په ننګرهار ولایت کې د وروستیو اورښتونو او طوفانونو له امله زیانمنو شوېو یتیمانو او کونډو ته د سولرونو د چمتو کولو او وېشلو په موخه د (HHRD) خیریه مؤسسې سره هوکړه لیک لاسلیک کړ

nasrat_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۷ - ۹:۱۳
mmd

یاد هوکړه لیک چې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بهرنېو اړیکو او پلان رئیس محترم ملا صدوخان حق شناس او د (HHRD) خیریه مؤسسې سوپروایزر محترم عبیدالله احمدي تر منځ لاسلیک شو، د هغې پر بنسټ به، د ننګرهار ولایت په سرخرود ولسوالۍ کې د وروستیو اورښتونو او طوفانونو له امله درې سوه (۳۰۰) تنو زیانمنو شوېو  یتیمانو او کونډو ته سولرونه او همداراز سولري پکې چمتو او ووېشل شي.

د یادونې وړ ده چې د یادې پروژې ټولیز ارزښت دوه میلیونه، پنځه لکه، اووه اتیا زره او پنځه سوه (۲۵۸۷۵۰۰) افغانۍ کیږي چې په یاد ولایت کې به تطبیق شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۰:۳۳
Background image

په پکتيا ولایت کې پر (۱۳۹) تنو مستحقو یتیمانو باندې د نغدي مرستو وېش

د پکتیا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د احساس ټولنيزې مؤسسې سره په همغږۍ یو میلیون او (۱۱۲) زره افغانۍ پر (۱۳۹) تنو مستحقو یتیمانو باندې ووېشلې چې هر مستحق ته (۸۰۰۰) افغانۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۰:۳۰
Background image

په لوګر ولایت کې یو شمېر یتیمانو باندې نغدي مرستې ووېشل شوې

د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د احساس ټولنيزې مؤسسې سره په همغږۍ یو میلیون او (۱۶۰) زره افغانۍ پر (۱۴۵) تنو مستحقو یتیمانو باندې ووېشلې چې هر مستحق ته (۸۰۰۰) افغانۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۰:۲۵
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند دایکندي ولایت ته سفر وکړ

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند چې د دې وزارت د دعوت او ارشاد رئیس محترم مفتي عبدالاحد مسعود او ځينو نورو آمرینو یې ملتیا کوله، د شهیدانو کورنیو او. . .

BACK TO NEWS