د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د (IHH) مرستندویه مؤسسې ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیکونه لاسلیک شول
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو کورنیو او معلولینو د لاسنیوي او ملاتړ په موخه د (IHH) مرستندویه مؤسسې سره د (۵۱) زره او (۷۲۵) ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیکونه لاسلیک کړل چې له مخې به یې په ارزګان، غزني او زابل ولایتونو کې (۶۶۰) تنو مستحقو یتیمانو ته د خوراکي توکو، ژمنې البسې او د نورو مرستو ترڅنګ د یو شمېر یتیمانو کورنیو د اقتصادي ملاتړ په موخه زرنج نقلیه وسایط ووېشل شي.
د یادو هوکړه لیکونو پر اساس به (۱۳۰) تنو مستحقو معلولینو ته په کابل کې ویلچرونه چمتو او د هغوی په واک کې ورکړل شي.
د همکارۍ دغه هوکړه لیکونه د دې وزارت د پلان، بهرنیو اړیکو او تقنین چارو رئیس محترم مولوي ثناء الله فرقاني او د یادې مرستندویه مؤسسې استازي ترمنځ لاسلیک شول او د یادو ولایتونو د شهیدانو او معلولینو چارو ریاستونو سره په همغږۍ به تطبیق شي.
