په بلخ ولایت کې د شهيدانو او معلولینو پر (۳۰۰) مستحقو کورنېو باندې خوراکي توکي وویشل شول

nasrat_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۴ - ۱۶:۱۶
mmd

د بلخ ولایت په شهيدانو او معلولينو رياست او کلدار ولسوالۍ کې د امریکا مسلمانانو زکات خیریه بنسټ له لوري او د ياد ولایت د شهيدانو او معلولینو چارو رياست په هغمږۍ د شهیدانو او معلولینو پر (۳۰۰) کورنېو باندې د خوراکي او غير خوراکي توکو مرستې چې په هغه کې اوړه، غوړي، لوبیا، نخود، وريجې، روب، بوره، چای او همداراز ځينې البسه توکي شامل وو، وویشل شول.

ديادو مرستو د ويش پر مهال د شهيدانو او معلولينو چارو رئيس مولوي جان محمد حکمت او ځينو نورو مسئولينو حضور درلود همداراز راغلو مستحقو خلکو ياده مرسته د مشرانو شفقت او مهرباني وبلله چې د رمضان المبارک په مياشت کې يې ددوی لاس نيوی وکړ

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۹:۵۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې (۴۵۰) تنو یتیمانو ته د خوراکي توکو مرستې ووېشل شوې

د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د یتیمانو کورنیو د ملاتړ، د هغوی ورځنیو اړتیاوو ته د پر وخت او سمې رسېدنې په موخه، د (HHRD) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۴۵۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۲۶
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس د ښاروالۍ د عوایدو له رئیس سره وکتل

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم‌الله افغان، د ښاروالۍ د عوایدو له رئیس محترم مفتي شرافت سره لیدنه وکړه. په دې لیدنه کې د مالي او حسابي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۰:۴۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د (HHRD) نړيوالې مؤسسې ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د شهیدانو کورنیو او معلولینو د ملاتړ او لاسنیوي په موخه، د (HHRD) خیریه مؤسسې سره د څه باندې یو میلیون او (۳۴۵) زره افغانیو په مجموعي ارزښت د همکارۍ. . .

BACK TO NEWS