په لغمان ولایت کې (۱۲۰) تنو یتیمانو، کونډو او معلولینو خوراکي توکي ترلاسه کړل

nasrat_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۵ - ۱۱:۳۱
mmd

په لغمان ولایت کې د HHRD)) خیریه مؤسسې له لوري او د یاد ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست په همغږۍ پر (۱۲۰) تنو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې د خوراکي توکو مرسته چې په هغه کې اوړه، غوړي، وریجې، بوره، لوبیا او مالګه شامل وو، وویشل شول او په ورته وخت کې د یادې مؤسسې له خوا هرمستحق ته (٣٢٦٠) افغانۍ هم د نغدي مرستې په توګه ورکړل شوې.

د یادو مرستو د ویش پرمهال د لغمان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم الحاج فیض الله جواد او دټولنیزوخدمتونوعمومی مدیر محترم اعجازالحق عثماني د خبرو په ترڅ د یادې مؤسسې له مرستو مننه وکړه او د شهیدانو ورثه ؤ او معلولینو ته یې ډاډ ورکړ چې دوی ته به د مرستو د راجلبولو په برخه کې نه ستړې کیدونکې هلې ځلې وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۸:۳۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د روژې په مبارکه میاشت کې زرګونو تنو مستحقو کسانو ته مرستې ويشلي دي

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د روژې په مبارکه میاشت کې د شهیدانو ورثه وو او معلولینو د ملاتړ او لاسنیوي په موخه د خیریه بنسټونو سره په همغږۍ د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې پر (۲۸۴۲. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۰:۹
Background image

د پنجشېر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د چارو د لا ښه والي او یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو ته د ښو خدمتونو وړاندې کولو په موخه د پنجشېر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم قاري عنایت الله مولوي زاده په مشرۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۹:۵۳
Background image

په لغمان ولایت کې پر (۵۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

د لغمان ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د (HHRD) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۵۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشلې. په یادو مرستو کې د اوړو، وریجو او ځينو نورو خوراکي توکو. . .

BACK TO NEWS