په لغمان ولایت کې (۱۲۰) تنو یتیمانو، کونډو او معلولینو خوراکي توکي ترلاسه کړل
په لغمان ولایت کې د HHRD)) خیریه مؤسسې له لوري او د یاد ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست په همغږۍ پر (۱۲۰) تنو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې د خوراکي توکو مرسته چې په هغه کې اوړه، غوړي، وریجې، بوره، لوبیا او مالګه شامل وو، وویشل شول او په ورته وخت کې د یادې مؤسسې له خوا هرمستحق ته (٣٢٦٠) افغانۍ هم د نغدي مرستې په توګه ورکړل شوې.
د یادو مرستو د ویش پرمهال د لغمان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم الحاج فیض الله جواد او دټولنیزوخدمتونوعمومی مدیر محترم اعجازالحق عثماني د خبرو په ترڅ د یادې مؤسسې له مرستو مننه وکړه او د شهیدانو ورثه ؤ او معلولینو ته یې ډاډ ورکړ چې دوی ته به د مرستو د راجلبولو په برخه کې نه ستړې کیدونکې هلې ځلې وکړي.