د رهبري شورا فوق العاده غونډه ترسره شوه

farahmand_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۸/۲۴ - ۱۰:۳۳
mmd

وزارت د رهبري شورا فوق العاده غونډه د شهیدانو او معلولینو چارو سرپرست وزیر ملا عبدالمجید اخوند په مشرۍ جوړه شوه، په دې غونډه کې د ټولو ریاستونو  کاري پلان، ګزارش او لومړيتوبونه واورېدل شول.  

د غونډې په پیل کې د شهیدانو او معلولینو چارو سرپرست وزیر، ملا عبدالمجید اخوند د شهیدانو وارثین او معلولین یې د ټولنې اغېزمن وګړي وګڼل.

د څارنې او ارزونې ریاست رییس د ملي او نړیوالو موسسو د مرستو د وېش لړۍ څخه د څارنې ډاډ ورکړ او له ملي او نړیوالو موسسو څخه یې مننې تر څنګ غوښتې دي چې دا لړۍ دوامداره وساتي.

په نننۍ غونډه کې د پخواني حکومت د شهیدانو د وارثینو او معلولینو د بورسونو، اپارتمانونو، ځمکو او حج د سهمیې پر وېش بحث او خبرې وشوې.

د بشري سرچینو رییس ښاغلی محمد موسی صدیقي وویل: شهیدانو او معلولینو چارو وزارت په کابل، میدان وردک، لوګر، غزني، کاپیسا، پنجشېر او پروان ولایتونو کې له 3700 بې وزلو کورنیو سره د وریجو مرسته وکړه؛ چې دا مرستې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت کارمندانو، د ا.ا.ا او د پخواني حکومت معلولینو، د شهیدانو وارثینو او اړمنو خلکو باندې ووېشل شوې.

ښاغلي صدیقي زیاته کړه چې هغه ښځینه کارکوونکې چې پخواني حکوکت کې له یاد وزارت سره کار کاوه اوس کولاس شي چې په میاشت کې دوه ځلي وزارت ته تشریف راوړي او خپله حاضري لاسلیک کړي؛ او همدارنکه د بریښنایي پېژندپاڼې چې تېر حکومت کې بایومټریک پروسه یې ختمه شوې وه اوس چاپ شوي دي او دمګړۍ پر خلکو وېشل کېږي.

 

د غونډې په پای کې د شهیدانو او معلولینو چارو سرپرست وزیر ښاغلی ملا عبدالمجید اخوند له اړوندو ریاستونو څخه وغوښتل چې د شهیدانو وارثینو او معلولیت لرونکو وګړو ته د ښه خداماتو په وړاندې کولو کې په پوره ایماندارۍ او اخلاص کار وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۱:۴۶
Background image

په کنړ ولايت کې پر (۱۲۵) مستحقو کورنيو باندې مرستې ووېشل شوې

د کنړ ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست د (HHRD) نړېوالې مؤسسې په همکارۍ په څوکۍ او نورګل ولسواليو کې پر( ۱۲۵) زلزله ځپلو کورنيو باندې د اقتصادي ځان بسیاینې په موخه، هرې کورنۍ ته. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۱:۴۵
Background image

ننګرهار او لغمان ولایتونو د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنۍ د پلاوي سفر

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ یو پلاوي چې د اړوند ریاست درې تنو کارکوونکو هر یو محترم محمد یاسین ادیب، محترم نصیر احمد حکيمي او. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۱:۴۱
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د (۶۴) تنو کارکوونکو لپاره د کاري مهارتونو د لوړولو په موخه ښوونیز سیمینار پیل شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د (ASPS) مرستندویه مؤسسې په همغږۍ د (۶۴) تنو کارکوونکو د کاري مهارتونو د لوړولو په موخه ښوونیز سیمینار پیل کړ.

په دې سیمینار کې. . .

BACK TO NEWS