خبرتیا

content_admin
scsc

خبرتیا

په کابل کې د نظامي شهيدانو ورثينو او معلوليت لرونکو وګړو ته خبر ورکول کېږي، چې له راتلونکې شنبه (وږې ۸مه) څخه وروسته د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت کې، د برېښنایي پېژندپاڼو د ترلاسه کولو لپاره نومليکنه وکړي، ترڅو د وزارت په نوي سيسټم کې ثبت او راجسټر شي.

يادونه:

مراجعين بايد لاندې اسناد له ځان سره ولري:

۱. د شهيد د ورثې کورنۍ يو کس يا وکيل او د تذکرې کاپي.

۲. د شهيد د ټولو ورثينو تذکرو کاپيانې، کوم چې په وثيقه کې موجود وي.

۳. د شهيد ورثه که تحصيلي اسناد يا پاسپورت ولري، د هغوی کاپيانې.

پته: د کابل هوايي ميدان پر عمومي سړک، د قلعه حياط تمځای، د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزارت.

خبرتیاوې

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۰ - ۱۱:۴
Background image

خبرتیا!

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د روان ۱۴۰۵ مالي کال د بودجې له منظورېدو سره سم، په ټول هېواد کې د یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو لپاره د بانکي سیسټم له لارې د لومړۍ ربعې د . . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۹:۱۷
Background image

خبرتیا!

د شهیدانو ورثه ؤ او معلولینو د پالنې مرکز، چې په کابل ښار کې موقعیت لري، په پام کې لري چې د ۱۴۰۵ هـ.ل کال په لړ کې د یتیمانو، معلولینو او د معلولیت لرونکو وګړو اولادونو لپاره په لاندې . . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۸:۴۹
Background image

خبرتیا!

د هلمند ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د تیرې ادارې د وژل شویو نظامي عسکرو پاتې یتیمانو، کونډو او همداراز د تېرې ادارې نظامي معلولینو ته خبر ورکوي چې د ۱۴۰۴ مالي کال د لمړۍ ربعې . . .

Back to announcements