په (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې په لوګر ولایت کې خوراکي توکي ووېشل شول
د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو د لاسنیوي او د هغوی اقتصادي ستونزو ته د ښې رسیدنې په موخه، د (ZFA) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې چې په هغه کې اوړه، غوړي، بوره، ځینې نور خوراکي مواد او همداراز د حفظ الصحې توکي شامل وو، په منظم او عادلانه ډول ووېشل.
د مرستو د وېش پر مهال د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي محمدرفیق هاشمي او د خیریه مؤسسې مسؤلينو شتون درلود.
