د لغمان ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو په رياست کې اداري غونډه ترسره شوه
د چارو د لا ښه والي او مراجعینو ته د معياري خدمتونو وړاندې کولو په موخه د لغمان ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم حاجي فيض الله جواد په مشرۍ اداري غونډه ترسره شوه چې په کې د اړوندو څانګو کارکوونکو ګډون کړی وو.
په دې غونډه کې د شهیدانو او معلولینو چارو محترم رئيس د ورځنیو چارو د ښه پرمخ وړلو، د جعل او تذویر د مخنیوي، په بشپړ اخلاص سره د سپارل شويو مسؤليتونو د ترسره کولو په موخه کارکوونکو ته لازمې سپارښتنې وکړې.
