په کنړ ولایت کې سلګونو تنو مستحقو یتیمانو مرستې ترلاسه کړې

asad_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۱:۲۹
mmd

د کنړ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو کورنیو د لاسنیوي او د هغوی د ملاتړ په موخه، د (HHRD) نړیوالې مؤسسې سره په همغږۍ پر (۲۵۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې د خوراکي توکو مرستې چې په هغه کې اوړه، غوړي، لوبیا او ځینې نور خوراکي توکي شامل وو، په شفاف او عادلانه ډول یتیمانو ته ووېشل. د یاد ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم الحاج مفتي عبیدالله حقاني د یادې مؤسسې له مسؤلینو څخه له دې امله مننه وکړه چې د دې کړیدلي او ځورېدلي قشر د ستونزو د راکمولو، د هغوی د اړتیاوو د پوره کولو او د ژوند د شرایطو د ښه والي په برخه کې یې عملي ګامونه اخیستي دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۹:۱۱
Background image

د هرات، بادغیس او فاریاب ولایتونو د شهیدانو او معلولینو چارو ریاستونو د اجراآتو ارزونه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د څارنې او ارزونې رئیس محترم مولوي نورالحق حقاني په مشرۍ يو پلاوی چې د یاد ریاست کارکوونکو یې ملتیا کوله، د شهیدانو ورثه وو او معلولینو ته د وړاندې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۱۲
Background image

په کندز ولایت کې یو شمېر یتیمانو او معلولینو ته د حرفوي زده کړو پروګرام له بشپړولو وروسته د کار وسایل ووېشل شول

د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوې مرستندویه مؤسسې په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز، امام صاحب او علي آباد ولسوالیو کې د یو شمېر یتیمانو او معلولینو لپاره د خیاطۍ،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۹
Background image

د غزني ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس د یاد ولایت د مستوفیت له مسؤلینو سره وکتل

د غزني ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم قاري شمس الامین زهیر د یتیمانو، کونډو او معلولینو د میاشتني نغدي مساعدتونو په بهیر کې د لا زیاتو اسانتیاوو د برابرولو په موخه د یاد. . .

BACK TO NEWS