په نیمروز ولایت کې (۶۵۰) تنو مستحقو کسانو باندې مرستې ووېشل شوې

asad_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۹:۱۹
mmd

د نیمروز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د یاد ولایت د مرکز او ولسوالیو اړوند پر (۶۵۰) تنو مستحقو کسانو باندې د خوراکي توکو مرستې ووېشلې چې په یادو مرستو کې اوړه، غوړي، وریجې او ځینې نور اړین مواد شامل وو.

د نیمروز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس مولوي میراحمد منیر د یادو مرستو د وېش پرمهال له مرستندویه بنسټونو څخه وغوښتل چې د دې اړمن قشر لپاره لازمې مرستې برابرې کړي تر څو په سمه توګه د هغوی اقتصادي ستونزو ته ښه رسیدنه وشي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۹:۱۱
Background image

د هرات، بادغیس او فاریاب ولایتونو د شهیدانو او معلولینو چارو ریاستونو د اجراآتو ارزونه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د څارنې او ارزونې رئیس محترم مولوي نورالحق حقاني په مشرۍ يو پلاوی چې د یاد ریاست کارکوونکو یې ملتیا کوله، د شهیدانو ورثه وو او معلولینو ته د وړاندې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۱۲
Background image

په کندز ولایت کې یو شمېر یتیمانو او معلولینو ته د حرفوي زده کړو پروګرام له بشپړولو وروسته د کار وسایل ووېشل شول

د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوې مرستندویه مؤسسې په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز، امام صاحب او علي آباد ولسوالیو کې د یو شمېر یتیمانو او معلولینو لپاره د خیاطۍ،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۹
Background image

د غزني ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس د یاد ولایت د مستوفیت له مسؤلینو سره وکتل

د غزني ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم قاري شمس الامین زهیر د یتیمانو، کونډو او معلولینو د میاشتني نغدي مساعدتونو په بهیر کې د لا زیاتو اسانتیاوو د برابرولو په موخه د یاد. . .

BACK TO NEWS