په لغمان ولايت کې پر (۴۹۰) تنو مستحقو کسانو باندې ژمني توکي ووېشل شول
د ژمي موسم په رارسيدو سره د لغمان ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د یوې خیریه مؤسسې په مالي ملاتړ په یاد ولايت کې پر (۴۹۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې ژمنۍ مرستې چې په هغه کې البسه او کمپلې شاملې وې، ووېشلې.
د مرستو د وېش پر مهال د لغمان ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رئيس محترم حاجي فيض الله جواد د یادې مؤسسې څخه د مرستو په پار مننه وکړه او د مؤسسې څخه یې د لا ډیرو مرستو غوښتنه وکړه.