په غزني ولایت کې سلګونو تنو مستحقو کسانو مرستې ترلاسه کړې

asad_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲ - ۹:۱۵

د غزني ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له لوري، د (IHH) خیریه مؤسسه سره په همغږۍ، پر سلګونو مستحقو کسانو باندې مرستې ووېشل شوې.

په دغو مرستو کې د (۲۵۰) تنو یتیمانو، کونډو او معلولینو لپاره خوراکي توکي او همدارنګه د (۲۵۰) تنو یتیمانو لپاره ژمنۍ البسه په پام کې نیول شوې وه، چې په شفاف او منظم ډول پر مستحقو کسانو ووېشل شوه.

د مرستو د وېش پر مهال د غزني ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو آمر محترم مولوي سیدمحمد ابو عرفان، د ولایت مقام، د اقتصاد ریاست استازو او د یادې خیریه مؤسسې مسؤلینو حضور درلود.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۹:۳۱
Background image

په نیمروز ولایت کې پر (۳۰) تنو معلولینو باندې د‌ ويلچرونو وېش

د نيمروز ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست د يوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۳۰) تنو مستحقو معلولینو باندې ويلچرونه ووېشل، همداراز د لارې کرايې په موخه هر معلول سره یو اندازه نغدي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۳:۴۸
Background image

په پکتیکا ولایت کې پر (۱۰۰) تنو معلولیت لرونکو وګړو باندې ویلچرونه ووېشل شول

د پکتیکا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوې خیریه مؤسسې په مالي ملاتړ د معلولینو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه، پر (۱۰۰) تنو معلولینو باندې ویلچرونه ووېشل، همداراز هر. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۹:۱۶
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال محترم شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني نورستان ولایت ته سفر وکړ

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال محترم شیخ عبدالحکیم حقاني نورستان ولایت ته د خپل سفر پر مهال د  یاد ولایت له محترم والي او مرستیال والي سره وکتل او په بېلابېلو موضوعاتو یې خبرې. . .

BACK TO NEWS