په خوست ولايت کې پر (۳۷۰) مستحقو کورنيو باندې د مرستو وېش

asad_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۰:۵
mmd

د خوست ولایت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د یاد ولایت اړوند د شهيدانو او معلولينو پر (۳۷۰) مستحقو کورنيو باندې اته (۸)  ډوله خوراکي توکي په منظم او عادلانه ډول ووېشل.

د خوست ولایت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست مسؤلينو د یادې مؤسسې له مرستو مننه او قدرداني وکړه.

په ورته وخت کې هغو مستحقو کسانو چې مرستې ترلاسه کړې وې، د شهيدانو او معلولينو چارو رياست له مرستو یې خوښي وښوده او په راتلونکي کې یې هم د ورته مرستو غوښتنه وکړه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۹:۱۹
Background image

په کابل کې له یوه اړمن یتیم سره د (۲۸۷۰) ډالرو په ارزښت د مسافر وړونکې ریکشا مرسته ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مستحقو یتیمانو د ملاتړ په موخه، د بشري مرستو د خیریه مؤسسې په همکارۍ، د کابل ښار د دولسمې ناحیې اوسېدونکي سبحان‌الله ته د (۲۸۷۰) ډالرو په ارزښت د یوې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۹:۲۶
Background image

د هلمند ولایت پر (١٠) تنو مستحقینو باندې زرنج نقلیه وسایط ووېشل شول

د هلمند ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د شهیدانو کورنیو او معلولینو د اقتصادي ځان بسیاینې په موخه، د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۱۰) تنو مستحقو یتیمانو او معلولیت لرونکو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۹:۲۴
Background image

د نیمروز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په رياست کې اداري غونډه ترسره شوه

د نیمروز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم مولوي میر احمد منیر په مشرۍ په یاد رياست کې اداري غونډه ترسره شوه چې پکې د رياست اړوند کارکوونکو ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې محترم. . .

BACK TO NEWS