په بلخ ولایت کې د حاجیانو د سهمیې د وېش په موخه قرعه کشي ترسره شوه

asad_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۴ - ۱۰:۷
mmd

د بلخ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له خوا د یو شمېر شهیدانو د ورثه وو لپاره د حج سهمیې د قرعه‌کشي پروسه د یاد ریاست رئیس محترم مولوي جان محمد حکمت، د شهيدانو او معلولينو چارو آمر محترم قاري زلمي فایز، د ټولنیزو خدمتونو مدیر محترم مولوي ضياء الدين طلحه او د متقاضیانو په شتون کې په شفاف ډول ترسره شوه.

د قرعه کشي په پایله کې (۸) تنه مستحق کسان بریالي اعلان شول، ټولو ګډونوالو د شهیدانو او معلولینو چارو له ریاست څخه د عادلانه او شفافې پروسې د ترسره کولو په پار مننه وکړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲ - ۹:۵۶
Background image

د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس ته، د ښو فعالیتونو په پار ستاینلیک ورکړل شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د محترمې رهبري له لوري د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم محمد صابر ځواک ته، د یتیمانو، کونډو او معلولینو لپاره د ښو، اغېزمنو او پر. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۳
Background image

خبرتیا!

خبرتیا!

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د شهیدانو ورثه وو او معلولینو لپاره د علمي او مسلکي ظرفیتونو د لوړولو په موخه، د ملي پوهنتون سره په همغږۍ د حقوقو او سیاسي علومو په برخه کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۰:۵۹
Background image

په لغمان ولایت کې (۶۲) تنو مستحقو معلولینو ته ويلچرونه ووېشل شول

د لغمان ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست د معلولینو ستونزو ته د ښې رسيدنې په موخه، د يوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ (۶۲) مستحقو معلولینو ته ويلچرونه ووېشل او هر معلول ته یوه اندازه. . .

BACK TO NEWS