په بغلان ولایت کې (۶۲) معلولینو باندې ویلچرونه ووېشل شول
د بغلان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د معلولیت لرونکو وګړو په ژوند کې د اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه، د یوې خیریه مؤسسې په مالي همکارۍ پر (۶۲) تنو معلولیت لرونکو وګړو باندې ویلچرونه ووېشل او هر مستحق معلول سره یوه اندازه نغدي مرسته هم ترسره شوه.
د بغلان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم ملا احسان الله عابد د خیریه مؤسساتو او مرستندویه بنسټونو څخه وغوښتل تر څو د یتیمانو، کونډو او معلولینو د ملاتړ او لاسنیوي په برخه کې د یاد ریاست سره همکاري وکړي.
