محترم شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني په کنړ ولايت کې د شهيدانو او معلولينو کورنيو سره له نږدې وکتل

asad_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۱۷ - ۸:۴۸
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستيال محترم شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني چې د کنړ ولایت د شهيدانو او معلولينو چارو رئيس مفتي عبيدالله یې ملتیا کوله، د یاد ولایت ماڼوګې ولسوالۍ ته یې د سفر پر مهال د یو شمېر شهیدانو او معلولینو کورنیو سره له نږدې وکتل، د هغوی سره یې د خواخوږۍ او همدردي ترڅنګ، یوه اندازه نغدي مرسته هم ترسره کړه.

د یادونې وړ ده چې محترم شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني تر دې وړاندې د ننګرهار ولایت ځینو ولسوالېو ته سفر کړی وو، هلته یې د شهیدانو او معلولینو کورنیو سره هم له نږدې لیدلي او هغوی باندې یې ورته نغدي مرستې  وېشلې وې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۰:۵۶
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او افغانستان د سره بشري همکارۍ (HHOA) مؤسسې ترمنځ هوکړه لیکونه لاسلیک شول

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو او معلولیت لرونکو وګړو د اقتصادي ځان بسیاینې په موخه، افغانستان  سره د بشري همکارۍ (HHOA) مؤسسې سره د (۷) لکه، (۹۵) زره او (۶۲۱) ډالرو په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۰:۴۶
Background image

د غزني ولایت پر (۷۰۰) تنو مستحقو کسانو باندې مرستې ووېشل شوې

د غزني ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوه خیریه بنسټ په همکارۍ د قره باغ، ګیرو، آب بند او مقر ولسواليو اړوند پر (۷۰۰) مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو باندې مرستې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۰:۴۴
Background image

په بغلان ولایت کې پر (۶۲) تنو مستحقو یتیمانو باندې نغدي مرستې ووېشل شوې

د بغلان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوه ملي تجار په همکارۍ د یتیمانو د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه، پر (۶۲) تنو مستحقو یتیمانو باندې نغدي مرستې ووېشلې، چې هر مستحق. . .

BACK TO NEWS