د کندز ولایت د نظامي او ملکي شهیدانو او معلولینو د ۱۳۹۹کال د حقوقو ورکړې وروستی راپور

content_admin
dss

د کندز ولایت د نظامي او ملکي شهیدانو او معلولینو د ۱۳۹۹کال د حقوقو ورکړې وروستی راپور

د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو آمریت د راپور له مخې د دې ولایت د د (۲۶۱۸) تنو نظامې شهیدانو له ډلې د (۱۴۵۶) شهیدانو د شپږو میاشتو حقوق د دوی بانکي حسابونو ته استول شوي دي او د پاتې (۱۱۶۲) شهیدانو حقوق تر پروسس لاندې دي. همدارنګه د (۳۹۹) تنو نظامې معلولینو څخه (۳۱۸) تنو خپل حقوق ترلاسه کړي دي او د پاتې (۸۱) کسانو حقوق هم تر کار لاندې دي، چې د کاري پروسې له بشپړېدو ورسته به یې بانکي حسابونو ته ولېږدول شي.

همدارنګه د (۳۳۱۲) تنو ملکي معلولینو له ډلې (۵۰۰) کسانو خپل حقوق ترلاسه کړي دي. د (۱۱۰۰) ملکي شهیدانو حقوق تر کار لاندې دي. ټولو ملکي او نظامي شهیدانو او معلولینو ته په ټولیز ډول (۲۲۲۹۱۷۱۳۰) افغانۍ بودیجه ځانګړې شوې او تر اوسه ترې (۱۱۶۳۹۶۰۷۶) لګول شوې ده

خبرتیاوې

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۰ - ۱۱:۴
Background image

خبرتیا!

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د روان ۱۴۰۵ مالي کال د بودجې له منظورېدو سره سم، په ټول هېواد کې د یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو لپاره د بانکي سیسټم له لارې د لومړۍ ربعې د . . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۹:۱۷
Background image

خبرتیا!

د شهیدانو ورثه ؤ او معلولینو د پالنې مرکز، چې په کابل ښار کې موقعیت لري، په پام کې لري چې د ۱۴۰۵ هـ.ل کال په لړ کې د یتیمانو، معلولینو او د معلولیت لرونکو وګړو اولادونو لپاره په لاندې . . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۸:۴۹
Background image

خبرتیا!

د هلمند ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د تیرې ادارې د وژل شویو نظامي عسکرو پاتې یتیمانو، کونډو او همداراز د تېرې ادارې نظامي معلولینو ته خبر ورکوي چې د ۱۴۰۴ مالي کال د لمړۍ ربعې . . .

Back to announcements