د کابل ولایت په دوو ولسوالیو کې د (۵۰۰۰) تنو مستحقو کسانو لپاره د روژه ماتي پروګرام په منظم ډول ترسره شو

asad_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۹:۳۱
mmd

د کابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د روژې مبارکې میاشتې په درناوي او د ټولنیز مسئولیت د اداء کولو په موخه، د یتیمانو او معلولیت لرونکو وګړو د ملاتړ لپاره د (ZFA)  خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د کابل ولایت اړوند د ده سبز او بګرامي ولسوالیو کې د څو ورځو په لړ کې د روژه ماتي پروګرام تطبیق کړ، د دې پروګرام په ترڅ کې (۵۰۰۰) تنو یتیمانو او معلولینو ته د روژه ماتي لپاره چمتو شوي خواړه ووېشل شول.

د پروګرام د تنظیم او تطبیق په بهیر کې د کابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست استازو او د (ZFA) خیریه مؤسسې مسؤلینو فعاله ونډه اخیستې وه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۸:۵۳
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د ژوند د هوساینې او پرمختګ مؤسسې ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو کورنیو د اقتصادي ملاتړ او لاسنیوي په موخه د ژوند د هوساینې او پرمختګ (LRD) مؤسسې سره د (۲۴) زره او (۴۶۵) ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۵۲
Background image

د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په رياست کې اداري غونډه ترسره شوه

د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم مولوي عبدالکریم حلیمي په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه چې په کې د اړوندو برخو کارکوونکو ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۴۶
Background image

د میدان وردګ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې غونډه ترسره شوه

د میدان وردګ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې اداري غونډه د یاد ریاست د محترم رئیس په مشرۍ او د اړوندو کارکوونکو په شتون کې ترسره شوه.

په دې غونډه کې یتیمانو، کونډو او. . .

BACK TO NEWS