د معلولیت لرونکو وګړو د تثبیت فورمې بیاځلې کتل کیږي

nasrat_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۷/۱۳ - ۱۶:۱۶
mmd

د څلور زرو معلولیت لرونکو وګړو د تثبیت فورمې د هغه هیئت لخوا چې په ترکیب کې یې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د داخلي تفتیش رئیس مولوي احسان الله حقاني، د معلولینو د تثبیت او بایومیټریک آمر مولوي عبدالکریم سعید او د بشري سرچینو ریاست کارشناس مولوي عبیدالله شامل دی، د معلولیت لرونکو وګړو د تثبیت په پروسه کې د روڼتیا د رامنځته کولو په موخه د څلور زرو معلولیت لرونکو کسانو فورمې په هر اړخیز ډول بیاځلې کتل کیږي.

په دې پروسه کې د هغو څلور زرو معلولیت لرونکو تثبیت شوې فورمې څیړل کیږي چې د شپږو میاشتو معاشونه یې ورکړل شوي دي، د دې سره به د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د معلولیت لرونکو وګړو د تثبیت په پروسه کې د رونټیا د شتون ډاډ ترلاسه کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۱/۹/۱۶ - ۱۵:۲۱
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې د یوې خیریه مؤسسې لخوا پر زرو تنو مستحقینو باندې د ژمنېو توکېو کڅوړې وویشل شوې

په هغه پروګرام کې چې په همدې موخه د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت کې جوړ شوې وو، پر زرو مستحقو کسانو چې په هغې کې معلولین، کونډې، یتیمان اوځینې بیوزلې کورنې شاملې وې، د یوې خیریه مؤسسې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۱/۹/۱۵ - ۱۵:۳۷
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال د یتیمانو او معلولیت لرونکو وګړو د بایومټریک پروسې څخه لیدنه وکړه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال ښاغلي مولوي عبدالرزاق آخند او ورسره مل پلاوي چې په هغې کې د پلان او همغږۍ رئیس سید محمد عظیم آغا او د څارنې او ارزونې رئیس. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۱/۹/۱۵ - ۱۵:۳۱
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې پر دیرش تنو معلولیت لرونکو وګړو باندې ویلچرونه وویشل شول

په هغه پروګرام کې چې په همدې موخه د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې جوړ شوې وو، په هغه کې دیرش تنو معلولینو ته ویلچرونه وویشل شول. د یادو ویلچرونو د ویش پر مهال د شهیدانو او. . .

BACK TO NEWS