د معلولیت لرونکو وګړو د تثبیت فورمې بیاځلې کتل کیږي
د څلور زرو معلولیت لرونکو وګړو د تثبیت فورمې د هغه هیئت لخوا چې په ترکیب کې یې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د داخلي تفتیش رئیس مولوي احسان الله حقاني، د معلولینو د تثبیت او بایومیټریک آمر مولوي عبدالکریم سعید او د بشري سرچینو ریاست کارشناس مولوي عبیدالله شامل دی، د معلولیت لرونکو وګړو د تثبیت په پروسه کې د روڼتیا د رامنځته کولو په موخه د څلور زرو معلولیت لرونکو کسانو فورمې په هر اړخیز ډول بیاځلې کتل کیږي.
په دې پروسه کې د هغو څلور زرو معلولیت لرونکو تثبیت شوې فورمې څیړل کیږي چې د شپږو میاشتو معاشونه یې ورکړل شوي دي، د دې سره به د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د معلولیت لرونکو وګړو د تثبیت په پروسه کې د رونټیا د شتون ډاډ ترلاسه کړي.