د لوړو زده کړو خبرتیا

mmd_admin
۱

د لوړو زده کړو خبرتیا

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت له #جهان او #تابش خصوصي پوهنتونونو، #ملي او #پیام د  لوړو زده کړو موسسو سره  د شهیدانو وارثینو او معلولیت لرونکو وګړو د لوړو زده کړو د وړیا سکالرشیپونو او تخفیف په اړه د همکارۍ دوه اړخیز تړونونه لري او ژمن دی، چې دغه قشر ته د لوړو زده کړو فرصتونه برابر کړي.

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت  د شهیدانو ټولو په شرایطو برابرو وارثینو او معلولیت لرونکو وګړو ته خبر ورکوي، چې یاد خصوصي پوهنتونونه او د لوړو زده کړو موسسې د راتلونکې چهارشنبې په ورځ د تلې میاشتې په ۳ نېټه د نویو محصلینو د جذب لپاره په کابل کې د کانکور ازموینه اخلي او هغه خلک، چې د لوړو زده کړو لېوالتیا لري کولای شي په ازموینه کې ګډون وکړي او د لوړو نمرو ترلاسه کولو وروسته له وړیا سکالرشیپونو او تخفیف څخه برخمن شي. 

په درنښت

خبرتیاوې

چهارشنبه ۱۴۰۱/۱/۳ - ۱۶:۱۵
Background image

مستقبل د لوړو زده کړو موسسی خبرتیا

د مستقبل د لوړو زده کړو موسسه د افغانستان د اسلامي امارت د مجاهدینو او کارکوونکو د علمي سویی او ظرفیت لوړاوی په موخه په لاندي پوهنځیو کې د ځانګړي تخفیف په ورکولو سره د ۱۴۰۱ لمریز . . .
پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۷ - ۱۰:۳۲
Background image

خبرتیا!

د ملی عمل درېیم پروګرام کې د شمولیت په مو خه د ټولنې بېلابېلو پر ګنو وړاندېز شویو موضوع ګانو را ټولولو په موخه د افغانستان پرانیستې دولت دارۍ مشارکت اعلامیه

دوشنبه ۱۴۰۰/۴/۷ - ۱۵:۳۰
Background image

خبرتيا!

د يادونې وړ ده، چې د ياد فورم تر ډکولو پورې، د شهيدانو ورثې معاشونه ځنډول کېږي.

Back to announcements