د شهیدانو ورثه ؤ او معلولینو په مرکز کې د آسایشګاه نوی آمر معرفي او په کار یې پیل وکړ

nasrat_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۶ - ۱۴:۴۷
mmd

د معرفي په غونډه کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د اداري او خدماتو رئيس محترم مولوي سردار محمد حبیب، د شهيدانو د ورثه ؤ او معلولینو د پالنې مرکز رئیس محترم ملا رحمت الله خالد، د استخدام آمر محترم الحاج محمد انور سخي زاده او همداراز د یاد ریاست کارکوونکو ګډون درلود.

محترم ملا سيد محمد آخند د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د لزوم دید او هدایت پر اساس د یاد وزارت د استخدام آمر محترم الحاج محمد انور سخي زاده له خوا د معلولينو د آسايشګاه د نوي آمر په توګه کارکوونکو ته وروپېژندل شو.

د شهیدانو ورثه ؤ او معلولینو د پالنې مرکز د معلولينو آسایشګاه د نوي آمر معرفي کولو په پروګرام کې د یاد وزارت د استخدام آمر محترم الحاج محمد انور سخي زاده د خپلو خبرو په ترڅ کې په اداره کې تغییر او بدلون یو اصل وګاڼه او نوي آمر ته یې په چارو کې د بریالیتوب هیله څرګنده کړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۹:۲۳
Background image

د غزني ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس د یاد ولایت یو شمېر ولسوالیو ته سفرونه ترسره کړل

د غزني ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم قاري شمس الامين زهير د شهیدانو کورنیو او معلولينو د وضعیت د ارزونې، هغوی ته د وړاندې شوو خدمتونو د وړاندې کولو د څرنګوالي او همداراز د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۳:۳۹
Background image

د نیمروز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له لوري د ترسره شویو اجراآتو او فعالیتونو څخه بررسي ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ یو پلاوي چې د یاد ریاست کارکوونکو هر یوه محترم محمد یاسین ادیب او محترم امید رحماني یې ملتیا کوله. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۹:۲۲
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د (ZFA) خیریه مؤسسې ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو او معلولینو د اقتصادي پیاوړتیا په موخه، د (ZFA)خیریه مؤسسې سره د (۴۹) زره او (۷۰۰) ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ، د دې هوکړه لیک. . .

BACK TO NEWS