د شهیدانو درنې ورثې او معلولیت لرونکو وګړو!

sadiq_admin
fd

ایا تاسو پوهیږئ چې د بریښنایی تذکرې درلودل تاسو سره مرسته کوي؛ څو روڼتيا را منځته شي او تاسو خپل معاش په ټاکلي وخت ترلاسه کړئ؟

ایا تاسو پوهيږئ چې ستاسو د ۱۴۰۰ ه لمريز کال معاش به د بریښنايي تذکرو پرته تادیه نه شي؟

د بریښنایي تذکرو ترلاسه کولو سره، تاسو کولی شئ له یوې خوا د ښې حکومتوالۍ په پیاوړتیا کې برخه واخلئ او له بلې خوا د روڼتيا په رامنځته کيدو او فساد له منځه وړلو کې بنسټيز او رغنده رول ولوبوئ.

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت ژمن دی، چې خپلو مراجعينو لپاره غوره خدمتونه وړاندې کړي او ستاسو ستونزو ته پر وخت رسيدنه وکړي.

د وزارت مشرتابه پریکړه کړې، چې په ۱۴۰۰ هجري لمریز کال کې د معاشونو او خدماتو په تادیه کې بشپړه روڼتيا او اسانتیا را منځته کړي.

پدې برخه کې، د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت په پام کې لري، چې د بریښنایي سیسټم پلي کولو پر بنسټ د فساد ، درغليو او ناقانونه فعالیتونو مخه ونیسي. څو پر مټ يې مستحق وګړي په روښانه او شفافه بڼه خپل حقوق ترلاسه کړي.

د شهیدانو هغه ورثې او معلولیت لرونکي وکړي چې بریښنایي تذکرې لري، کولی شي په کم وخت کې په ګړندي، اسانه او رڼه توګه د وزارت د بریښنایي سیسټم له لارې خپل معاشونه ترلاسه کړي.

هغه کسان چې تر دې دمه يې بریښنایي تذکرې نه دي اخيستې، مهرباني دې وکړي، د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت ته د تشریف راوړي او په ولایتونو کې دې هم نږدې بریښنایي تذکرو ویش مرکزونو ته مراجعه وکړي او ژر تر ژره دې برېښنايي تذکرې تر لاسه کړي.

که غواړئ د خپلو حقونو او امتیازاتو په اړه نور معلومات ترلاسه کړئ، نو مهرباني وکړئ له موږ سره په 717 شمېره اړیکه ونیسئ.

خبرتیاوې

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۰ - ۱۱:۴
Background image

خبرتیا!

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د روان ۱۴۰۵ مالي کال د بودجې له منظورېدو سره سم، په ټول هېواد کې د یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو لپاره د بانکي سیسټم له لارې د لومړۍ ربعې د . . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۹:۱۷
Background image

خبرتیا!

د شهیدانو ورثه ؤ او معلولینو د پالنې مرکز، چې په کابل ښار کې موقعیت لري، په پام کې لري چې د ۱۴۰۵ هـ.ل کال په لړ کې د یتیمانو، معلولینو او د معلولیت لرونکو وګړو اولادونو لپاره په لاندې . . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۸:۴۹
Background image

خبرتیا!

د هلمند ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د تیرې ادارې د وژل شویو نظامي عسکرو پاتې یتیمانو، کونډو او همداراز د تېرې ادارې نظامي معلولینو ته خبر ورکوي چې د ۱۴۰۴ مالي کال د لمړۍ ربعې . . .

Back to announcements