د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې د امر بالمعروف او نهي عن المنکر قانون د ښه پلي کیدو په موخه غونډه ترسره شوه

asad_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۳ - ۹:۱۷

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې د امر بالمعروف او نهي عن المنکر قانون د لا ښه پلي کیدو په موخه د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم الله افغان په مشرۍ غونډه ترسره شوه، په دې غونډه کې د دفتر رئیس محترم مولوي شاه محمد دوست، دکارکوونکو چارو رئیس محترم مولوي محمد موسی صدیقي، د دعوت او ارشاد رياست اړوند آمرینو هر یو محترم حافظ محمد اقبال او محترم مولوي علي احمد حضور درلود.

د دې غونډې په ترڅ کې د امربالمعروف او نهي عن المنکر قانون د لا ښه پلي کیدو پر اغېزمنو لارو چارو هر اړخیز بحث ترسره شو.

د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې په بشپړ او اغیزمن ډول د یاد قانون د عملي کولو په موخه ورته غونډې ترسره شوې وې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۵:۷
Background image

د هرات ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست لپاره نوی رئیس کارکوونکو ته رسماً معرفي شو

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء عالي مقام د حکم او د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مقام د لزوم دید او وړانديز پر اساس محترم مولوي میر احمد منیر د هرات ولایت د شهیدانو او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۹:۲۳
Background image

د نیمروز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست لپاره نوی رئیس کارکوونکو ته رسماً معرفي او خپلې چارې پيل کړې

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء عالي مقام د حکم پر اساس او د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د محترم مقام د لزوم دید او وړاندیز له مخې محترم قاري عبدالسلام د نیمروز ولایت د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۹:۲۱
Background image

د غزني ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

 د غزني ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست اداري غونډه د یاد ریاست د مسؤلینو او کارکوونکو په ګډون ترسره شوه.

په دې غونډه کې د اداري چارو د ښه تنظیم، د کاري بهیر د چټکتیا، د. . .

BACK TO NEWS