د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د خوراکي توکو د چمتو کولو په موخه د قمر خیریه بنسټ سره هوکړه لیک لاسلیک کړ

asad_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۰ - ۱۰:۳۹
mmd

یاد هوکړه لیک چې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بهرنيو اړیکو او پلان رئیس محترم ملا صدوخان حق شناس او د قمر خیریه بنسټ استازي محترم ریاض احمد صافي تر منځ د یو میلیون او (۲۲۵) زره افغانيو په ارزښت لاسلیک شو، د هغه پر اساس به د کابل ولایت اړوند په سروبي، ده سبز، پغمان، چهار آسیاب، بګرامي، موسهي او خاک جبار ولسواليو (۳۵۰) تنو یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د خوراکي توکو مرستې چې په هغه کې اوړه، غوړي، وریجې او نور مواد شامل دي، چمتو او ووېشل شي.

د یادونې وړ ده، چې د یادې پروژې د پلي کیدو چارې به د کابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست په همغږۍ پر مخ یوړل شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲ - ۹:۵۶
Background image

د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس ته، د ښو فعالیتونو په پار ستاینلیک ورکړل شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د محترمې رهبري له لوري د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم محمد صابر ځواک ته، د یتیمانو، کونډو او معلولینو لپاره د ښو، اغېزمنو او پر. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۳
Background image

خبرتیا!

خبرتیا!

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د شهیدانو ورثه وو او معلولینو لپاره د علمي او مسلکي ظرفیتونو د لوړولو په موخه، د ملي پوهنتون سره په همغږۍ د حقوقو او سیاسي علومو په برخه کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۰:۵۹
Background image

په لغمان ولایت کې (۶۲) تنو مستحقو معلولینو ته ويلچرونه ووېشل شول

د لغمان ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست د معلولینو ستونزو ته د ښې رسيدنې په موخه، د يوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ (۶۲) مستحقو معلولینو ته ويلچرونه ووېشل او هر معلول ته یوه اندازه. . .

BACK TO NEWS