د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت په ننګرهار ولایت کې د وروستیو اورښتونو او طوفانونو له امله زیانمنو شوېو یتیمانو او کونډو ته د سولرونو د چمتو کولو او وېشلو په موخه د (HHRD) خیریه مؤسسې سره هوکړه لیک لاسلیک کړ

nasrat_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۷ - ۹:۱۳
mmd

یاد هوکړه لیک چې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بهرنېو اړیکو او پلان رئیس محترم ملا صدوخان حق شناس او د (HHRD) خیریه مؤسسې سوپروایزر محترم عبیدالله احمدي تر منځ لاسلیک شو، د هغې پر بنسټ به، د ننګرهار ولایت په سرخرود ولسوالۍ کې د وروستیو اورښتونو او طوفانونو له امله درې سوه (۳۰۰) تنو زیانمنو شوېو  یتیمانو او کونډو ته سولرونه او همداراز سولري پکې چمتو او ووېشل شي.

د یادونې وړ ده چې د یادې پروژې ټولیز ارزښت دوه میلیونه، پنځه لکه، اووه اتیا زره او پنځه سوه (۲۵۸۷۵۰۰) افغانۍ کیږي چې په یاد ولایت کې به تطبیق شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۲۷ - ۱۳:۴۵
Background image

په غور ولایت کې د شهیدانو او معلولینو پر (۲۸۰) کورنېو باندې مرستې ووېشل شوې

په یادو مرستو کې چې اوړه، وریجې، لوبیا، بوره، غوړي او د پخلنځي لوښي شامل وو، د غور ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست سره په همغږۍ د قمر خیریه بنسټ له لوري د شهیدانو او معلولینو پر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۲۷ - ۹:۵۲
Background image

د بادغیس ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې د یتیمانو، کونډو او معلولینو د ثبت په موخه نوی الکټرونیکي سیسټم فعال شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ډېټابېس او معلوماتو رئیس محترم مولوي باقي بالله فضلي په مشرۍ یو تخنیکي او مسلکي پلاوي، بادغیس ولایت یې د سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د شهیدانو او. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۶ - ۱۴:۸
Background image

په فاریاب ولایت کې د شهيدانو او معلولینو پر (۵۵۰) کورنېو باندې خوراکي توکي ووېشل شول

د فاریاب ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوې خیریه مؤسسې به همکارۍ او همغږۍ په دې ولایت کې د شهیدانو او معلولینو پر (۵۵۰) کورنېو باندې خوراکي توکي چې په هغه کې اوړه، غوړي،. . .

BACK TO NEWS