د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال محترم شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني ننګرهار ولایت ته د سفر په ترڅ کې د یو شمېر شهیدانو له کورنېو سره له نږدې وکتل

nasrat_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۸ - ۱۵:۴۸
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال محترم شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني د دې سفر په ترڅ کې د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د کاري بهیر د ارزونې ترڅنګ د خاصو شهیدانو (فدایانو) له کورنیو او یتیمانو سره له نږدې وکتل او له هغوی سره یې نغدي مرسته هم ترسره کړه.

شیخ صاحب د شهیدانو له کورنېو سره په کتنه کې وویل: زموږ د سفر اصلي موخه د شهیدانو ورثو او معلولینو د وضعیت ارزونه او له هغوی سره مرسته ده، شیخ صاحب زیاته کړه: د افغانستان اسلامي امارت تل هڅه کړې تر څو د شهیدانو کورنیو او معلولینو ته پر وخت رسیدګي وکړي او په نړۍ کې به یوازینی اسلامي نظام وي چې د شهیدانو کورنېو او معلولینو ته د خدمتونه وړاندې کولو په موخه وزارت او ځانګړې بودیجه لري.

شیخ صاحب همداراز وویل: د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت بې له توپیره د اسلامي امارت د شهیدانو یتیمان او معلولین، د تیرې ادارې یتیمان او معلولین او همداراز ملکي شهیدانو کورنۍ او معلولین د دې وزارت د کړنلارې او طرزالعمل سره سم ثبت او راجسټر کوي او هغوی ته میاشتنۍ نغدي مرستې حواله کوي.

نوموړي زیاته کړه: په ځانګړې توګه د خاصو شهیدانو (فدایانو) د قربانېو په برکت الله (ج) په هېواد کې اسلامي نظام حاکم کړ او اسلامي امارت به هیڅکله هم د دوی قربانۍ هیرې نه کړي. هغه همداراز زیاته کړه چې د شهیدانو اومعلولینو چارو وزارت رهبرۍ د دې اړمن قشر ستونزې له مشرتابه سره وخت پر وخت شریکې کړې دي او یاد قشر ته د اسلامي امارت د مشرتابه له خوا هم ځانګړې پاملرنه شوې ده.

همداراز د دې سفر په ترڅ کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال د خاصو شهیدانو (فدایانو) له دوه دیرش (۳۲) کورنېو سره مرسته ترسره کړه، چې هرې کورنۍ ته پنځلس زره (۱۵۰۰۰) افغانۍ د نغدي مرستې په توګه ورکړل شوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۹:۳۹
Background image

په کنړ ولایت کې (۲۵۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

د کنړ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو د اقتصادي ملاتړ او د هغوی د لاسنیوي په موخه، د (HHRD) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ په شیګل ولسوالۍ کې پر (۲۵۰) تنو مستحقو یتیمانو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۹:۷
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې د یتیمانو لپاره د معیاري تعلیمي کمپلکس د جوړولو په موخه غونډه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو د لا ښه ملاتړ او هغوی ته د تعلیمي فرصتونو د برابرولو په موخه، د مسلم هنډز نړیوالې مؤسسې له استازو سره، په کابل ښار کې د یتیمانو لپاره د معیاري. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۶ - ۱۱:۶
Background image

په کنړ ولایت کې (۲۲) مستحقو کورنیو باندې مرستې ووېشل شوې

د کنړ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو کورنیو د اقتصادي ځان‌ بسیاینې او د هغوی د اقتصادي وضعیت د ښه والي په موخه، د نصیر خیریه بنسټ په مالي همکارۍ پر (۲۲) مستحقو کورنیو. . .

BACK TO NEWS