د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو د ملاتړ په موخه د مسلم هینډز انټرنشنل مؤسسې سره د څه باندې (۲۶) میلیونه افغانېو په ارزښت هوکړه لیک لاسلیک کړ

nasrat_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۲۰ - ۱۴:۵۹
mmd

د دې هوکړه لیک پر بنسټ به، په کابل، کنړ، ننګرهار، لوګر، پکتیا، غزني، کاپیسا، پروان، وردک، بلخ او په خوست ولایتونو کې د (۸۰۰) تنو یتیمانو ته د اقتصادي ځان بساینې په موخه نغدي مرستې ووېشل شي چې هر مستحق یتیم به، په میاشتنۍ ډول (۲۱۶۰) افغانۍ ترلاسه کړي.

یاد هوکړه لیک د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بهرنېو اړیکو او پلان رئیس محترم ملا صدو خان حق شناس او د مسلم هنډز انټرنشنل مؤسسې رئیس محترم محمد آصف فولاد ترمنځ لاسلیک شو.

د یادونې وړ ده چې د دې پروژې ټولیز ارزښت (۲۶) میلیونه، (۶۴۵) زره او (۷۶۰) افغانۍ کیږي چې د یوه کال موده کې به، په پورتنېو ذکر شوېو ولایتونو کې تطبیق شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲ - ۹:۵۶
Background image

د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس ته، د ښو فعالیتونو په پار ستاینلیک ورکړل شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د محترمې رهبري له لوري د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم محمد صابر ځواک ته، د یتیمانو، کونډو او معلولینو لپاره د ښو، اغېزمنو او پر. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۳
Background image

خبرتیا!

خبرتیا!

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د شهیدانو ورثه وو او معلولینو لپاره د علمي او مسلکي ظرفیتونو د لوړولو په موخه، د ملي پوهنتون سره په همغږۍ د حقوقو او سیاسي علومو په برخه کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۰:۵۹
Background image

په لغمان ولایت کې (۶۲) تنو مستحقو معلولینو ته ويلچرونه ووېشل شول

د لغمان ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست د معلولینو ستونزو ته د ښې رسيدنې په موخه، د يوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ (۶۲) مستحقو معلولینو ته ويلچرونه ووېشل او هر معلول ته یوه اندازه. . .

BACK TO NEWS