د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو، کونډو او معلولینو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه د څه باندې پنځه میلیونه افغانېو په ارزښت د(HHRD) خیریه مؤسسې سره هوکړه لیک لاسلیک کړ

asad_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۶ - ۹:۹
mmd

د همکارۍ دغه هوکړه لیک د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د پلان، پالیسۍ او بهرنيو اړیکو رئیس محترم ملا صدوخان حق شناس او د (HHRD) خیریه مؤسسې سوپروایزر محترم عبیدالله احمدي ترمنځ لاسلیک شو، چې د هغه پر اساس به (۴۴۰) تنو یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو لپاره په ننګرهار، بدخشان، هلمند، لغمان او تخار ولایتونو کې غرفه لرونکې لاسي کراچۍ، په کراچېو کې د خرڅلاو لپاره توکي او سولرونه چمتو او ووېشل شي.

د دې پروژې د تطبیق مجموعي لګښت (۵) میلیونه او (۱۴۳) زره او (۵۲۸) افغانۍ کېږي چې د دوه میاشتو په موده کې به د پورته ذکر شويو ولایتونو د شهیدانو او معلولینو چارو ریاستونو سره په همغږۍ پلي شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲ - ۹:۵۶
Background image

د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس ته، د ښو فعالیتونو په پار ستاینلیک ورکړل شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د محترمې رهبري له لوري د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم محمد صابر ځواک ته، د یتیمانو، کونډو او معلولینو لپاره د ښو، اغېزمنو او پر. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۳
Background image

خبرتیا!

خبرتیا!

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د شهیدانو ورثه وو او معلولینو لپاره د علمي او مسلکي ظرفیتونو د لوړولو په موخه، د ملي پوهنتون سره په همغږۍ د حقوقو او سیاسي علومو په برخه کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۰:۵۹
Background image

په لغمان ولایت کې (۶۲) تنو مستحقو معلولینو ته ويلچرونه ووېشل شول

د لغمان ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست د معلولینو ستونزو ته د ښې رسيدنې په موخه، د يوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ (۶۲) مستحقو معلولینو ته ويلچرونه ووېشل او هر معلول ته یوه اندازه. . .

BACK TO NEWS