د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کارکوونکو چارو ریاست کارکوونکو ته ستاینلیکونه ورکړل شول

asad_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۲۱:۴۳

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کارکوونکو چارو ریاست کې د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم ‌الله افغان او د کارکوونکو چارو رئیس محترم مولوي محمد موسی صدیقي له لوري د یاد ریاست اړوندکارکوونکو ته ستاینلیکونه ورکړل شول.

دغه ستاینلیکونه د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د رهبرۍ له لوري، د کورنۍ پلټنې او د څارنې او ارزونې ریاستونو د راپورونو د څېړنې او ارزونې پر بنسټ، د راپورونو د تحلیل او بررسۍ کمېټې د پرېکړې له مخې منظور شوي وو، چې نن د یوې رسمي غونډې په ترڅ کې اړوندو کارکوونکو ته وسپارل شول.

د کارکوونکو چارو ریاست اړوند کارکوونکو هغه هڅې وستایل شوې چې د پلانونو د ښه تطبیق، د ورځنیو چارو د ښه ترسره کولو، د سپارل شویو دندو د مسؤلانه او مخلصانه اجراء، دندو ته د پر وخت حاضریدو، د اداري چارو د ښه مدیریت او نورو اړوندو برخو کې یې ترسره کړې وې.

په دې غونډه کې د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم‌الله افغان د یاد ریاست د کارکوونکو هلې ځلې وستایلې او څرګنده یې کړه چې دغه ستاینلیکونه به د هغوی د هڅونې او لا زیاتې ژمنتیا لامل شي، څو خپلې چارې په لا مسلکي او اغېزمن ډول ترسره کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۳:۳۰
Background image

د پکتیکا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې د دعوت او ارشاد له چارو څخه ارزونه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس محترم مفتي عبدالاحد مسعود په مشرۍ یو پلاوي چې د کارکوونکو د چارو رئیس محترم مولوي محمد موسی صدیقي او د مالي او حسابي چارو رئیس. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۰:۲۰
Background image

په ننګرهار ولایت کې (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو ته مرستې ووېشل شوې

د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو د لاسنیوي او ملاتړ په موخه، د (ZFA) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۲۰۰) مستحقو یتیمانو باندې مرستې چې په هغه کې اوړه، غوړي، ځینې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۵:۹
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې د شهیدانو او معلولینو چارو آمریت لپاره نوی آمر معرفي شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت محترم مقام د لزوم دید پر اساس محترم ملا عبدالحکیم دانش په دې وزارت کې د شهیدانو او معلولینو چارو د نوي آمر په توګه کارکوونکو ته د مالي او اداري چارو. . .

BACK TO NEWS