د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ډېټابېس او معلوماتو ریاست یو تخنیکي پلاوي د میدان وردګ ولایت اړوند د یتیمانو، کونډو او معلولینو د نوي الکټرونیکي سیسټم څخه څارنه ترسره کړه

asad_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۹ - ۱۵:۳۵
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ډېټابېس او معلوماتو د سیسټم آمر محترم سید تمیم آغا په مشرۍ یوه تخنیکي پلاوي چې محترم حکمت الله بدري، محترم منیر احمد شیرزي او محترم صدیق الله جهاني یې ملتیا کوله، د میدان وردګو ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې د یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو د نوي الکټرونیکي سیسټم له پرمختګ څخه هر اړخیزه څارنه ترسره کړه او د یاد سیسټم د مؤثریت د زیاتولو په موخه اړوند کارکوونکو ته لازمې لارښوونې ورکړل شوې.

په ورته وخت کې د میدان وردګو ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس هم ژمنه وکړه چې د تخنیکي ټیم له خوا ترسره شويو وړاندیزونو او سپارښتنو ته به پوره پاملرنه وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۳
Background image

خبرتیا!

خبرتیا!

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د شهیدانو ورثه وو او معلولینو لپاره د علمي او مسلکي ظرفیتونو د لوړولو په موخه، د ملي پوهنتون سره په همغږۍ د حقوقو او سیاسي علومو په برخه کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۰:۵۹
Background image

په لغمان ولایت کې (۶۲) تنو مستحقو معلولینو ته ويلچرونه ووېشل شول

د لغمان ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست د معلولینو ستونزو ته د ښې رسيدنې په موخه، د يوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ (۶۲) مستحقو معلولینو ته ويلچرونه ووېشل او هر معلول ته یوه اندازه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۱۳:۱۷
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې پر (۶۵۰) تنو مستحقو کسانو باندې د مرستو وېش

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د شهیدانو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو د ورځنیو اړتیاوو د پوره کولو او د هغوی د لاسنیوي په موخه، د یوې خیریه مؤسسې په مالي ملاتړ پر (۶۵۰) تنو یتیمانو،. . .

BACK TO NEWS