د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د داخلي تفتیش یو پلاوي د پکتيکا ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د ترسره شوېو فعاليتونو او کړنو څخه بررسي پېل کړه

asad_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۲ - ۹:۰
mmd

د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د مرکزي مفتشینو آمر محترم مولوي امان الله جمالي په مشرۍ یو پلاوي چې د شهيدانو چارو مفتیش محترم نذیر احمد احمدي او د معلولينو چارو مفتیش محترم امین الله امیني یې ملتیا کوله، پکتيکا ولايت ته یې د سفر په ترڅ کې د شهيدانو او معلولينو چارو رياست ترسره شوېو کړنو او فعالیتونو څخه یې هر اړخیزه بررسي او ارزونه پېل کړه.

په پام کې ده چې یاد پلاوی به د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د مقام د هدايت پر اساس په (۱۴۰۲) کال کې د یاد ولایت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست له لوري ترسره شوې کړنې او فعاليتونه په دقیق ډول بررسي او راپور به یې د وزارت له رهبرۍ سره شریک کړي.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲ - ۹:۵۶
Background image

د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس ته، د ښو فعالیتونو په پار ستاینلیک ورکړل شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د محترمې رهبري له لوري د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم محمد صابر ځواک ته، د یتیمانو، کونډو او معلولینو لپاره د ښو، اغېزمنو او پر. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۳
Background image

خبرتیا!

خبرتیا!

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د شهیدانو ورثه وو او معلولینو لپاره د علمي او مسلکي ظرفیتونو د لوړولو په موخه، د ملي پوهنتون سره په همغږۍ د حقوقو او سیاسي علومو په برخه کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۰:۵۹
Background image

په لغمان ولایت کې (۶۲) تنو مستحقو معلولینو ته ويلچرونه ووېشل شول

د لغمان ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست د معلولینو ستونزو ته د ښې رسيدنې په موخه، د يوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ (۶۲) مستحقو معلولینو ته ويلچرونه ووېشل او هر معلول ته یوه اندازه. . .

BACK TO NEWS