د بغلان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس د دې ولايت په یو شمېر ولسوالېو کې د شهيدانو کورنېو سره نغدي مرستې ترسره کړې

asad_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۱ - ۸:۵۰
mmd

د بغلان ولایت د شهيدانو او معلولینو چارو رئیس محترم ملا احسان الله عابد په مشرۍ یو پلاوی چې د شهیدانو او معلولینو چارو آمر  محترم قاري عبدالحکیم نافد  یې ملتیا کوله، د دې ولايت په پلخمري ، ډنډ غوري او دهنه غوري ولسوالېو کې د یو شمېر شهیدانو کورنېو سره یې له نږدې وکتل، د هغوی ستونزې او غوښتنې واوریدې، د شهيدانو پاک روح ته یې د دعا تر څنګ له یادو کورنېو سره نغدي مرستې وکړې.

په ورته وخت کې د شهيدانو کورنېو هم د بغلان ولایت د شهيدانو او معلولینو چارو رئیس له خواخوږۍ او همدردي څخه خوښي وښوده او د اسلامي نظام د لا پیاوړتیا لپاره یې  دعا وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۰:۲۷
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند بادغیس ولایت ته سفر وکړ

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند چې د دعوت او ارشاد رئیس محترم مفتي عبدالاحد مسعود، د مالي او حسابي چارو رئيس محترم مولوي محمد امین دروېش، د ټولنیزو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۰:۲۳
Background image

د ډېټابېس او معلوماتو د سیسټم ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د نوي برېښنائي سیسټم د محاسبې او تأدیاتو بهیر د روزنیز ورکشاپ د پیل په موخه د لازمو تدابیرو د نیولو لپاره د ډېټابېس او معلوماتو د سیسټم ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه. دغه غونډه د ریاست. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۹:۰
Background image

په لغمان ولایت کې د یتیمانو کورنیو لپاره د پاکو اوبو د برابرولو په موخه پروژه پیل شوه

د لغمان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو کورنیو لپاره د صحي اوبو د برابرولو په موخه، د (HHRD) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د درې (۳) څاګانو د کيندلو چارې پیل کړې.

تمه ده چې. . .

BACK TO NEWS