د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د برنامو او همغږۍ مرستيالې د وزارت له کاري څانګو لیدنه وکړه

sadiq_admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۲/۳۰ - ۱۳:۲۰
s

  د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د برنامو او همغږۍ مرستيالې د وزارت له کاري څانګو لیدنه وکړه

نن پنجشنبه د غویي په ۳۰مه، د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د برنامو او همغږۍ مرستيالې او د وزارت سرپرستې آغلې صبرۍ اندړ د رهبري هيئت په ملتيا، د وزارت له کاري څانګو او د مراجعينو وضعیت له څرنګوالي لیدنه وکړه او د هغوی ستونزې، غوښتنې او وړانديزونه يې واوريدل.

آغلې اندړ د مراجعينو چارو پر وخت ترسره کيدو باندې ټینګار وکړ وویل؛ ټول چارواکي او کارمندان باید د مراجعينو سره ښه چلند وکړي او هڅه وکړي چې د مراجعينو کار پر وخت او چټکه توګه ترسره کړي.

نوموړې زياته کړه، چې د مراجعينو کارونو او ستونزو ته پر وخت رسيدنه د وزارت له کاري لومړيتوبونو څخه دي او په دې برخه کې يې د اړونده چارواکو څخه د ګډکار د دوام او همغږۍ زياتوالي غوښتنه وکړه.

آغلې اندړ د مراجعينو او کارکوونکو ستونزې، غوښتنې، اندېښنې او وړانديزونه واوريدل او د حل لپاره يې د هر اړخيزو همکاريو او لازمو اقداماتو ترسره کيدو ژمنه وکړه.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴
Background image

د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د مراجعینو چارو ته د ښې رسېدګۍ په موخه د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس په مشرۍ اداري غونډه ترسره شوه چې د اړوندو برخو کارکوونکو په کې ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د شهيدانو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۲
Background image

د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لاښه والي په موخه د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي نقیب الله سنان په مشرۍ د یاد ریاست د ټولو کارکوونکو په شتون کې اداري غونډه ترسره شوه.

په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۸:۵۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لا ښه والي او همغږۍ په موخه د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه، چې په کې د ریاست اړوند آمرینو او کارکوونکو شتون. . .

BACK TO NEWS