ننګرهار او لغمان ولایتونو د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنۍ د پلاوي سفر
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ یو پلاوي چې د اړوند ریاست درې تنو کارکوونکو هر یو محترم محمد یاسین ادیب، محترم نصیر احمد حکيمي او محترم صفي الله وصال یې ملتیا کوله، د ننګرها او لغمان ولایتونو د شهیدانو او معلولینو چارو ریاستونو له لوري په ۱۴۰۳ مالي کال کې د ترسره شویو فعالیتونو او کړنو څخه هر اړخیزه بررسي ترسره کړه.
یاد پلاوی د شهیدانو ورثه وو او معلولیت لرونکو وګړو ته د وړاندې شویو خدمتونو څرنګوالی، د تثبیت او ثبت بهیر، یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د میاشتني نغدي مساعدتونو وېش او د یادو ریاستونو نورې اداري چارې په هر اړخیز ډول بررسي کړې، د کال په جریان کې د ریاستونو له لوري مسترد شوي معلولین له نږدې وکتل او د هغوی ستونزې هم واوریدل شوې.
د یادونې وړ ده چې یاد پلاوي تر دې وړاندې په ډیری ولایتونو کې د شهیدانو او معلولینو چارو ریاستونو له لوري ترسره شوې کړنې او فعالیتونه له نږدې بررسي کړي وو.
