په لوګر ولایت کې (۱۰۲) تنو مستحقو کسانو ته مرستې ووېشل شوې
د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو د اقتصادي ملاتړ او د هغوی د ستونزو راکمولو په موخه د احساس خیریه مؤسسې په همغږۍ د یاد ولایت اړوند پر (۱۰۲) تنو مستحقو یتیمانو باندې نغدي مرستې ووېشلې، چې هر مستحق ته (۸۰۰۰) افغانۍ ورکړل شوې.
یادې مرستې د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي باقي بالله فضلي او د احساس مؤسسې مسؤلینو په شتون کې په شفاف او عادلانه ډول مستحقو کسانو ته ووېشل شوې.
