د غور ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې د دعوت او ارشاد له چارو څخه ارزونه ترسره شوه
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د دعوت او ارشاد ریاست آمر محترم حافظ محمد اقبال په مشرۍ یو پلاوي چې د دې ریاست اړوند کارکوونکي محترم مولوي نورمحمد یې ملتیا کوله، د غور ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې د دعوت او ارشاد چارې له نږدې و ارزولې.
یاد پلاوي د غور ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کارکوونکو ته د دیني او عقیدوي چارو د ورځني تدریس بهیر څخه له نږدې ارزونه وکړه، د دعوت او ارشاد د فعالیتونو د لاښه والي په موخه یې کارکوونکو ته اړینې سپارښتنې او لارښوونې وړاندې کړې او په یاد رياست کې د دعوت او ارشاد له مسؤل سره یوه اندازه نغدي مرسته هم ترسره کړه.