د ننګرهار ولايت (۳۰۰) تنو مستحقو یتیمانو د خوراکي توکو مرستې ترلاسه کړې
د ننګرهار ولايت په خوګياڼو ولسوالۍ کې د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د (HHRD) مرستندويه مؤسسې په همکارۍ پر (۳۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشلې، په یادو مرستو کې اوړه، غوړي، وريجې او ځينې نور خوراکي توکي شامل وو.
د مرستو د وېش پر مهال د ننګرهار ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست مسؤلينو او د خیریه مؤسسې استازو شتون درلود.