د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې پر (۴۲۵) تنو مستحقو کسانو باندې د مرستو وېش

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم ریاست د شهیدانو او معلولینو کورنيو د ملاتړ په موخه، د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د کابل ولایت اړوند پر (۴۲۵) تنو یتیمانو، کونډو مېرمنو او معلولینو باندې خوراکي مواد چې په هغه کې اوړه، غوړي، وریجې او درې ډوله نور اړین توکي هم شامل وو، په منظم او عادلانه ډول ووېشل.
د مرستو د وېش پر مهال د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم رئیس محترم مولوي ثناء الله فرقاني، د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئيس محترم مفتي فیصل خاموش، د پروژو څخه د څارنې او ارزونې آمر محترم ملا مطیع الله ابوالمختار، د ټولنیزو خدمتونو آمر محترم صفي الله سدید او د یادې مؤسسې مسؤلینو شتون درلود.
د یادونې وړ ده چې یادې مؤسسې تر دې وړاندې هم د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سره په همغږۍ په مرکز او ولایتونو کې د شهیدانو او معلولینو زرګونو کورنيو ته، ورته مرستې برابرې کړي دي.