د کابل ولایت اړوند (۴۲۵) تنو مستحقوکسانو د خوراکي توکو مرستې ترلاسه کړې

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د شهیدانو کورنيو او معلولینو د ملاتړ په موخه د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د کابل ولایت اړوند پر (۴۲۵) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو مېرمنو، معلولینو او اړمنو کسانو باندې د خوراکي توکو شپږ ډوله بېلابېلې مرستې ووېشلې، په یادو مرستو کې اوړه، غوړي، وریجې او ځینې نور خوراکي مواد شامل وو.
یادې مرستې د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم رئیس محترم مولوي ثناء الله فرقاني، د پروژو څخه د څارنې او ارزونې آمر محترم ملا مطیع الله ابوالمختار، د ټولنیزو خدمتونو آمر محترم صفي الله سدید او د یادې مؤسسې مسؤلینو په شتون کې پر مستحقو کسانو په عادلانه او منظم ووېشل شوې.
د یادونې وړ ده چې څو ورځې وړاندې هم د یادې مؤسسې له لوري د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سره په همغږۍ (۴۲۵) تنو یتیمانو، کونډو او معلولینو سره ورته مرستې ترسره شوې وې.