.په کنړ ولایت کې (۴۰۰) تنو مستحقو کسانو د خوراکي توکو مرستې ترلاسه کړې

د کنړ ولایت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د شهیدانو کورنيو او معلولینو د ملاتړ او لاسنيوي په موخه، د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د یاد ولایت پر (۴۰۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې مرستې چې په هغه کې شپږ ډوله بېلابېل خوراکي توکي شامل وو، په منظم او عادلانه ډول ووېشل.
د مرستو د وېش پر مهال د شهيدانو او معلولينو چارو رئیس محترم مفتي عبیدالله حقاني د وزارت د رهبرۍ تر څنګ د يادې مؤسسې له مسؤلينو څخه مننه او قدرداني وکړه چې د دې ځوريدلې او کړيدلې قشر لاسنيوی يې وکړ، نوموړي همداراز يتيمانو، کونډو او معلولینو ته په راتلونکې کې د لا زياتو مرستو د برابرولو ډاډ ورکړ.